Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai
رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])
اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده ”ټول قرآن د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت دے“ په دې كښې به مونږه بيانوو د حُضُورِ نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خُلقِ عظيم. شان و عظمت، فضائل و بركات او هغه خصوصيات كوم چې په قرآنِ كريم كښې بيان شوي ده ، مثلاً په قرآنِ كريم كښې بعضې ځائے كښې هغوئي ته شفاعت كولو والا وئىلے شوے دے، بعضې ځائے كښې ورته سِراجاً مُّنِيْراً وئيلے شوے دے. بعضې ځائے كښې ورته يٰـس او طٰـه وئىلے شوے دے، بعضې ځائے كښې ورته مُزَمِّل او مُدَّثِّر وئىلے شوے دے، الغرض الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم