Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

څاروي وو چې د هغې د حفاظت د پاره هغوئي 5 زره سپي ساتلي وو، د هر يو سپي پۀ غاړه د سرو زرو پټۍ وه، يو ځل هغوئي د خپلو څاروو خيال ساتلو، هٰغه وخت يوه فرښته پۀ اِنساني شکل کښې راغله او پۀ يو غار کښې کښيناسته او د الله پاک ذِکر يـې شروع کړو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله د فرښتے اواز واوريدلو نو غار ته لاړو، هلته کښيناستو او ذِکر الله اوريدل يـې شروع کړو۔ څۀ وخت پس فرښته خاموشه شوه۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: زما د محبوب (يعنې د الله پاک) ذِکر نور وکړئ! فرښتے ووئيل: مخکښې ما پۀ خپله خوښه باندې ذِکر کولو، اوس به يـې ستاسو پۀ خوښه باندې کووم نو ما له به څۀ راکوئ؟ هغوئي ورله خپلې ټولې چيلۍ ورکړې۔ فرښتے بيا ذِکر شروع کړو۔ هغوئي اوريدلو۔ څۀ وخت پس فرښته بيا خاموشه شوه۔ هغوئي وفرمائيل: نور ذِکر وکړئ! فرښتے ووئيل: اوس به څۀ راکوئ؟ هغوئي خپل ټول اوښان ورکړل۔ غرض دا چې داسې يـې پۀ نمبر نمبر ټول څاروي، خپل ټول جائيداد، کور، ټول مال ورکړو، اخر چې هر څۀ ختم شول نو فرښتے ووئيل: اوس به د ذِکر الله اوريدو د پاره څۀ راکوئ؟ اوئې فرمائيل: اوس خو بس هم ما واخلئ خو د الله پاک ذِکر راته وکړئ۔ بيا فرښتے ووئيل: تاسو د الله پاک خليل يئ۔ د هٰغې ورځې نه د هغوئي لقب خليلُ الله شو۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! دا دي اَلرُّجُوْعُ مِنَ الْکُلِّ اِلیٰ مَنْ لَہٗ الْکُلُّ يعنې هر څۀ پريښودل او صِرف د هغۀ کيدل څوک  چې د ټولو مالِک دے۔ کاش چې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ وسيله مونږه هم مُنِيب جوړ شو۔ مونږه هم د نفس د خواهشاتو نه نجات حاصل کړو، د زړۀ نه د دُنيا محبت اوباسو، د مال د محبت نه نجات حاصل کړو، د دُنيا عارضي فاني عزت، شهرت، د عهدې او منصب طلب پريږدو، د اخرت فِکر وکړو، د الله پاک د رضا طلب ګار جوړ شو۔ کاش چې زمونږه د ټولو نه وړومبے او اخري مقصد صرف او صرف د الله او د رسول                  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راضي کول جوړ شي۔


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:5 ، النسآء ، زیرِ آیت :125 ، جلد:5 ، صفحہ:515 بتغیر قلیل۔