Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf
حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام او د الله پاک محبت
پۀ دې معامله کښې خو حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ځانګړي شان مالِک دے۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې د الله پاک پۀ محبت کښې څنګه قربانۍ ورکړې دي، د هغې مثال نۀ ميلاؤيږي۔ * هغوئي چې کوم قوم ته د نبي پۀ حيث وليږلے شو، هٰغه کافِر قوم وو، هغوئي ته حُکم وشوچې هغوئي له د نيکۍ دعوت ورکړئ! هغوئي ښه پۀ صبر او تحمّل سره، پۀ حُکمت عملۍ سره د نيکۍ دعوت ورکړو، خلقو مَعَاذَ الله! هغوئي ته د نقصان رسولو کوشش وکړو، هغوئي ته يـې تکليف ورسولو، هغوئي د الله پاک د رضا د پاره د دې هيڅ پروا ونکړه * د الله پاک د رضا د پاره هغوئي د نمرود خلاف ښکاره د حق کلمه ووئيله او د خطرو باوجود پۀ دې باندې کلک ودريدلو * بيا چې کله نمرود د هغوئي مَعَاذَ الله! پۀ وور کښې د اچولو کوشش وکړو نو هغوئي پۀ هغې هم صبر وکړو، يعنې د الله کريم پۀ لاره کښ د خپل ځان د قُرباني کولو نه هم پشا نشو * بيا هغوئي ته د خپل کور کلي د پريښودو او د هجرت کولو حُکم وشو، هغوئي د هغې قُرباني هم ورکړه * د هغوئي د زوي حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام ولادت وشو، حُکم وشو: دا او د هغوئي مور حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها پۀ مکه مکرمه کښې پريږده او رازه تري ، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک د رضا د پاره دا قُرباني هم ورکړه * بيا حُکم وشو: د خپل زوي حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام قُرباني پيش کړئ! حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د زوي پۀ مرۍ باندې هم چاړۀ کيښودله۔ غرض دا چې د هغوئي پاک سيرت چې ولولي نو هر يو د عقل خاوند به دا فيصله کوي چې هغۀ ډير عظيم شخصيت دے چا چې هر څيز د مالِک يعنې د الله پاک د پاره هر څۀ قربان کړل۔
د ذِکرُ الله اوريدو د پاره يـې هر څۀ قُربان کړل
پۀ يو روايت کښې دي چي: (د هجرت نه پس) الله پاک حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته ډير مال عطا کړے وو، د هغوئي سره ګَډې چيلۍ [بيزې]، اوښان غواګانې وغيره دومره