Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: مطلب دا دے چې لکه څنګه چې د تي نه د وتلو پئيو واپس تي ته تلل ممکن نۀ دي، هم دغه شان د الله پاک د ويرې نه د ژړيدونکي کَس دوزخ ته تلل ممکن نۀ دي۔ ([1])

لائِقِ نار ہیں مِرے اعمال                                                                                                       التجا   یاخُدا   کرم   کی   ہے([2])

کاش چې زمونږه هم د الله پاک نه ويره نصيب شي، لکه څنګه چې مونږ د سُنَّتِ اِبراهيمي د ادا کولو د پاره قُرباني کوو، کاش چې هم داسې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام صفت اختيار کړو او اَوَّاه (يعنې د الله پاک د ويرې پۀ وجه پۀ کثرت سره اسويلي کوونکي، د الله پاک د ويرې نه ژړيدونکي، اوښکې توئيونکي) جوړ شو۔

تِرے خوف سے، تیرے ڈر سے ہمیشہ   میں تھر تھر رہوں کانپتا یااِلٰہی!

مِرے اَشْک بہتے رہیں کاش ہر دَم                                               ترے خوف سے یاخُدا یااِلٰہی! ([3])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مُنِيب دے

 د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام دريم صفت کوم چې پۀ قرآنِ کريم کښې بيان شو هغه دے: مُنِيب۔ دا لفظ د اِنَابَۃٌ نه جوړ دے او د اِنَابَۃٌ معنیٰ ده: اَلرُّجُوْعُ مِنَ الْکُلِّ اِلیٰ مَنْ لَہٗ الْکُلُّ هر څۀ پريښودل او صرف د هغۀ کيدل څوک چې د ټولو مالِک دے۔ ([4]) پۀ دې لحاظ سره به د آيت مبارک معنیٰ وي: حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د دُنيا او د دُنيا د هر څۀ پريښودو سره صرف د الله پاک طرف ته رجوع کوونکے دے۔


 

 



[1]... مرآۃُ المناجیح، جلد:5، صفحہ:436 بتغیر قلیل ۔

[2]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:141۔

[3]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:105 بتقدم و تاخر۔

[4]... نَضْرۃُ النعیم ، حرف الف، جلد:3، صفحہ:540۔