Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

اخستے شي * مور پلار چې خپل بچي پوهه کوي نو د غصې نه سرۀ راوخيژي * ورور چې ورور پوهه کوي * که پۀ کور کښې چا له د نيکۍ دعوت ورکول وي * بهر چا له د نيکۍ دعوت ورکول وي نو خلق سختې جملې وائي مثلاً: * تۀ ما سل ځله پوهه کړې خو تۀ نۀ پوهيږي * څۀ عقل در پکښې هم شته او که نۀ * دماغ دي که پۀ سَر کښې دې بوس دي وغيره جملې وئيلے کيږي او د مخامخ کَس نور نفرت پيدا کوي او که مخامخ کَس څۀ جواب ورکړي نو بيا خو بس۔۔۔!! * غاښونه به چيچي * مُټي  به کوي  * چې نۀ يـې اورې نو ځۀ ورکيږۀ * زما درباندې هيڅ پروا نشته، که پوهيږې او که نۀ * ستا پۀ خَټه کښې منل نشته وغيره وائي او د نيکۍ  دعوت  چي څه نا څه اثر پاتې وي هغه هم  ختموي۔

کاش چې زمونږه د حِلم دولت نصيب شي * که مخامخ کَس غصه شي نو حِلم اختيار کړو! * که مخامخ کَس کنځلې وکړي نو حِلم اختيار کړو! * که مخامخ کَس څۀ بد وکړي نو حِلم اختيار کړو! * که څوک مو ووهي نو بيا هم حِلم اختيار کړو * څوک راله تکليف راکړي نو بيا هم حِلم اختيار کړو * که څوک راسره د جهالت والا معامله وکړي نو بيا هم حِلم اختيار کړو * بس چې مونږه حِلم د خپل ژوند اُصُول جوړ کړو، وه به ګورئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ ژوند کښې به مو سکون هم راشي، پۀ خبرو کښې به مو اثر هم پيدا شي، کردار به مو هم ښائسته شي، عزت به مو هم زيات شي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ اخرت کښې به مو هم بيړۍ پار شي۔

تُو عطا حِلْم کی بھیک کر دے                                                                                          میرے اخلاق بھی ٹھیک کر دے

تجھ کو فاروق کا واسطہ ہے                                                                                                 یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([1]) 

تر څو پورې به د حِلم نه کار اخلو۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يوه بله خبره هم ياد ساتئ! د حِلم يوه قاعده ده، هغۀ


 

 



[1]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:138۔