Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

قُرباني کولے کيږي۔ ظاهره ده چې پۀ چيلي کښې هم يوه حصه وي، د هغې 7 حصې نشي کيدے، ځکه  د يو چيلي د ټولو د طرف نه پۀ قُرباني کولو د يو هم واجِب نۀ ادا کيږي۔ * آؤ! فرض کړئ که پۀ کور کښې پۀ 7 کسانو باندې قُرباني واجِب وي نو که غټ څاروے واخلي او د 7 واړو د طرف نه يـې ذبح کړي نو د ټولو قُرباني به وشي۔ * دغه شان که يـې د بَل ژوندي اِنسان (مثلاً مور پلار، خپلو خپلوانو وغيره) د طرف نه قُرباني وکړه، نو بيا به هم قُرباني د هغوئي د طرف نه وي، خپل واجب به يـې نۀ ادا کيږي۔ ځکه چې پۀ چا باندې قُرباني واجب وي نو هغۀ له پکار دي چې هم خاص د خپل طرف نه بيله قُرباني وکړي يا دې پۀ غټ څاروي کښې خپله بيله حصه شامله کړي۔ لا د قربانۍ ورځې پاتې دي، خدائے دې نۀ کړي که چرې داسې غلطي يـې کړې وي نو څاروے دې واخلي او خپل واجب دې ادا کړي۔  

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا رَافِعُ

څوک چې روزانه 20 کرته يَا رَافِعُ لولي نو د هغۀ مُراد به پوره شي۔ ([1]) اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔ 

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد



[1]... مدنی پنج سورہ، صفحہ:249۔