Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د آيت مبارک د دې حصې لاندې فرمائي: (معلومه شوه چې نيک) اعمال نيغ پۀ نيغه د نجات ذريعه نۀ ده بلکې نيک اعمال د پيغمبر د قُرب [يعنې نزدې والي] ذريعه ده، د پيغمبر قُرب د الله پاک د قُرب وسيله ده او د الله پاک قُرب د رحمت او د بخښنې ذريعه ده۔ ([1])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                                        صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې که چرې مونږه د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام قُرب غواړو نو دې د پاره به د هغوئي د سيرت او د کردار نه، د هغوئي د پاکو عادتونو نه رڼا اخستل او د هغوئي پۀ شان اعلیٰ اوصاف اختيارول هم ضروري وي۔

د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام درې اعلیٰ اوصاف

مونږه د بيان پۀ شروع کښې د 12 سيپارې، د سورۀ هُود د آيت: 75 د څۀ حصې اوريدو سعادت حاصل کړو، د دې آيت مبارک پۀ دې حصه کښې رَبِّ کريم د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام درې اعلیٰ اوصاف بيان کړل، ارشاد دے:

اِنَّ  اِبْرٰہِیْمَ  لَحَلِیْمٌ  اَوَّاہٌ   مُّنِیْبٌ (۷۵)

(پارہ:12، سورۀ ھود:75)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه اِبراهيم ډير تحمل والا، ډير اسويلي کوونکے، رجوع کوونکے دے۔

دا درې  اَعلیٰ اَوصاف دي: (1): حِلم (2): اَوَّاہ او (3): مُنِیب۔

حِلم څۀ ته وئيلے شي۔۔۔؟

د حِلم معنیٰ دہ: زغمل، د زړۀ نَرمي (Tolerance)۔ اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چې اِنسان له غصه ورشي او هغۀ د کوشش کولو سره، د تکلَف سره، نفس مجبوره کړي او غصه قابو کړي نو دې عمل ته کَظمُ الغَيظ (يعنې غصه څښل) وئيلے شي، که چرې بيا


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:3 ، آلِ عمران، زیرِ آیت:68 ، جلد:3 ، صفحہ:535 بتغیر قلیل۔