Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf
بيا دغه شان د غصې څښلو مشق (Practice) وکړے شي، تر دې پورې چې داسې حالت شي چې غصه هډو راځي نه او که چرې غصه راشي نو هم د دې پۀ قابو کولو کښې د تکلف نه کار اخستل نۀ وي بلکې پۀ اسانۍ سره غصه قابو شي، دې ته حِلم وئيلے شي۔ ([1])
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام اعلیٰ صفت څۀ دے؟ حِلم۔ هغوئي ډير د حِلم والا وو، کله چې به هم چا د هغوئي سره د جهالت والا معامله کوله نو هغوئي به د صبر او زغملو، نرمۍ او برداشت مظاهره کوله۔
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د حِلم يو مثال
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو ترۀ وو: آزر۔ دا کافِر او مُشرک وو، پۀ خپلو لاسونو باندې به يـې بُتان جوړول، هغۀ به يـې خرڅول او د هغې عبادت به يـې هم کولو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يو ځل هغۀ ته د نيکۍ دعوت ورکړو او د شفقت پۀ توګه يـې هغۀ ته د ترۀ نۀ بلکې پۀ والِد سره اواز اوکړو، اوئې فرمائيل: * اے زما والِده! تۀ ولې د داسې څيز عبادت کوې کوم چې نۀ څه اوري، نۀ ويني، نۀ تا ته څۀ فائده درکولے شي * اے زما والِده! الله پاک ما ته خپله پيژندګلو عطا کړه، زما طرف ته يـې وحي وفرمائيله، ما ته يـې د عِلم دولت راعطا کړو، ځکه زما پۀ لار روان شۀ! زۀ به تا ته نيغه لار در وښايم * اے زما والِده! پۀ شيطان پسې مۀ ځه، بے شکه شيطان د رَبِّ رحمان لوئي نافرمانه دے * اے زما والِده! زما سره ويره ده هسې نۀ چې پۀ تا باندې د الله پاک عذاب نازل شي۔
غور وکړئ! څومره خوږ او ښکلے انداز دے، هغوئي د نيکۍ پۀ دې مختصر دعوت کښې خپل ترۀ 4 کرته د والِد پۀ نوم راوبللو، پۀ نرمۍ سره، پۀ محبت سره، پۀ ځانګړي انداز کښې يـې پوهه کړو خو آزر څۀ جواب ورکړو؟ اوئې وئيل: