Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf

اِنَّ اَوْلَی النَّاسِ بِاِبْرٰھِیْمَ لَلَّذِیْنَ اتَّبَعُوْہُ وَ ھٰذَا النَّبِیُّ وَ الَّذِیْنَ  اٰمَنُوْا ؕ وَ اللّٰہُ وَلِیُّ  الْمُؤْمِنِیْنَ (۶۸)

(پارہ:3 ، سورۀ آلِ عمران:68)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د ټولو نه زيات د اِبراهيم حق دار هٰغه خلق دي کوم چې د هغوئي تابعداري کوونکي دي او دا نبي او ايمانداران، او الله د ايمان والؤ مددګار دے۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د لفظِ اَولیٰ 2  معنې وي: (1): نزدې (2): حق دار۔ پۀ دې آيت مبارک کښې د قُرب والا معنیٰ هم کيدے شي او د حق دار والا هم، مطلب به دا جوړيږي چې پۀ دې دُنيا کښې هم او د قيامت پۀ ورځ به هم حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته ډير نزدې او د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام حق دار هٰغه خلق وي، څوک چې د هغوئي پۀ لار باندې روان وي۔ ([1])

پۀ تفسیر صِراطُ الـجِنَان کښې دي: د دې آيت مبارک نه درې مسئلې معلومې شوې: (1): د نبي قُرب د هغوئي پۀ تابعدارۍ سره حاصليږي (2): هُم مسلمانان رښتوني اِبراهيمي دي، ځکه ټول اِبراهيمي سُنَّت مثلاً: حج، قُرباني، سنت، ګيره وغيره پۀ اِسلام کښې موجود دي  (3): دريمه مسئله دا معلومه شوه چې د بزرګانو (يعنې د الله پاک د نيکانو بندګانو، نبيانو او وليانو) سره نسبت د الله پاک اعلیٰ نعمت دے چې کوم د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره رښتونے نسبت لري، ([2]) د هغوئي کامِلې تابعدارۍ کولو والا دي، الله پاک د هغوئي د پاره فرمائي: 

وَ اللّٰہُ وَلِیُّ  الْمُؤْمِنِیْنَ (۶۸)

(پارہ:3 ، سورۀ آلِ عمران:68)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او الله د ايمان والؤ مددګار دے۔


 

 



[1]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:3 ، آلِ عمران، زیرِ آیت:68 ، جلد:3 ، صفحہ:532 خلاصۃً۔

[2]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:3 ، آلِ عمران، زیرِ آیت:68، جلد:1 ، صفحہ:496 بتغیر قلیل۔