Book Name:Hazrat Ibrahim Ke 3 Ausaf
اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِہَتِیْ یٰۤـاِبْرٰھِیْمُ ۚ لَئِنْ لَّمْ تَنْتَہِ لَاَرْجُمَنَّکَ
(پارہ:16 ، سورۀ مریم:46)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تۀ زما د معبودانو نه مخ اړوې؟ اے اِبراهيمه! بے شکه که تۀ منع نۀ شوې نو زۀ به تا پۀ کاڼو اُووَلم۔
اَللہُ اَکْبَر! څومره سخته لِـهجه ده، آزر د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د ګلونو پۀ بدله کښې لکه چې پۀ هغوئي باندې کاڼي وه ورول يعنې د دومره ښکلي نيکۍ يـې داسې تريخ جواب ورکړو خو د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د حِلم نه قربان شم! هغوئي د آزر د دې زهريله غشو پۀ جواب کښې ګلونه وه ورول، اوئې فرمائيل:
سَلٰمٌ عَلَیْکَ ۚ سَاَسْتَغْفِرُ لَکَ رَبِّیْ ؕ اِنَّہٗ کَانَ بِیْ حَفِیًّا (۴۷)
(پارہ:16، سورۀ مریم:47)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بس تا ته سلام دے، نزدې ده چې زۀ به ستا د پاره د خپل رَبّ نه بخښنه غواړم بے شکه هغۀ پۀ ما ډير مهربانه دے۔
بيا حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د آزر د پاره دعاګانې هم کولې، اخر چې کله پۀ هغوئي باندې واضحه کړے شوه چې آزر به پۀ يو حالت کښې هم ايمان نۀ راوړي، هغۀ د الله پاک دښمن دے، بيا هغوئي د هغۀ د پاره د بخښنې دُعا پريښودله۔ ([1])
لفظوں کی آبرُو کو یُوں نہ گنوائیے کہ جو مانتا نہیں اسے کہنا فضول ہے
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے حِلم۔۔۔!! حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام يـې پۀ محبت سره پوهه کوي او آزر پۀ کاڼي د ويشتو دهمکي ورکوي، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام بيا هم بد نۀ ګڼي بلکې د هغۀ سره د نرمۍ او د حِلم سلوک کوي۔
الله پاک دې مونږ ته هم د حِلم دولت راعطا کړي۔ دلته عام طور د حِلم او د برداشت کمے دے، خاص طور د پوهه کولو پۀ معامله کښې خو د ډيرې تيزۍ او سختۍ نه کار