Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
چې دا څومره سخت تكليف دے؟ بُزُرګانو خو تر دې پورې فرمائيلي دي چې مرګ تكليف د تُورې د ګُزار نه ، د آرے د څيرلو نه ، او د قينچئ د كټ كولو نه هم زيات سخت دے.([1]) امام اَوزاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : مونږ ته دا خبر را رسيدلے دے چې مړكيدو نه واخله تر قيامته پورې مړے د مرګ تكليف محسوسوي. ([2]) اَلاَمَان وَ الْحَفِيْظ
اے عاشقانِ رسول! مُعامَله سخته نازكه ده ، د تكليفونو او مصيبتونو نه ډکه ډيره اُوګږده او سخته لار ده ، او مونږ ډير كمزوري انسانان يُو! د قَبْر او حشر او د دوزخ د سختو خوفناکو حالاتو او عذابونو نه د خلاصي صرف يوه طريقه ده ، او هغه دے ايمان. الله دِ نكړي ، الله دِ نكړي که د ځنكدن په دې خوفناکو سختو كښې مو چرته ايمان د لاسه لاړ شي نو زمونږ به څه کيږي....؟ د مرګ په وخت كښې شيطان قِسما قِسم حملے کوي ، تر دې چې د مور و پلار په شكل كښې راځي او د انسان د ايمان ضائع کولو کوشش کوي ، يقيناً هغه به داسې نازكه موقع وي چې په چا د الله پاك خاص كرم او احسان اوشي هم هغه به كامياب و كامران وي ، صرف د هغه ايمان به سلامت پاتې کيږي.
اِمامِ اهلِسُنَّت ، مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فتاوٰى رضويه جلد9 ، صفحه 83 کښې د اِمام اِبنُ الحاج مَكِّى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قول نقل كوي ، د هغې خلاصه ده : چې كله د انسان ځنكدن وي نو دوه شيطانان راشي او د