Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
هغه دواړو طرفو ته كښيني. يو د هغه د پلار په شكل کښې ، دويم د هغه د مور په شكل كښې او هغه دواړه شيطانان هغه ته د اسلام د پريښودلو او د كافر كيدلو ترغيب وركوي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! معلومه نه ده چې هغه وخت به زمونږ سره څه پيښيږي؟ مونږه ساعت په ساعت مرګ ته نزدې کيږو ، د قبر طرف ته زمونږه سفر جاري دے ، دې حالاتو ته چې سوچ اوكړئ نو د اِيمان د حفاظت د پاره ډير په احتياط کوشش کول پکار دي ، يو طرف ته نَفسِ اَمَّاره زمونږ په ايمان حمله كوي ، بل طرف ته شيطان په مختلفو چالُونو لګيا دے زمونږ په ايمان حملے كوي ، يو طرف ته بدمذهبه خلق زمونږ د ايمان ضائع کولو په کوشش كښې مصروفه دي نو بل طرف ته د دُنيا بے ځايه محبت زمونږ په اِيمان پسې دے! داسې اوګنړئ چې څوك مو لاس تاوهي ، څوك مو د ښپو نه راښكاږي ، څوك مو په لاسو وهي او څوك مو په لتو وهي ، هر يو پورا زور لګوي چې په څه طريقه رانه ايمان واخلي ، آه! مونږ به په دې حالت كښې ځان سره قَبْر ته د ايمان دولت سلامت څنګه وړو....!!! ([2])
راہ پُر خار ہے ، کیا ہونا ہے؟ پاؤں اَفگار ہے ، کیا ہونا ہے؟([3])
لار د اَزغو ډکه ده څه به کووم ښپې مې زخمي زخمي دي څه به کووم