Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
کوئی ساتھ ہوا نہ مَر کے بجز زیرِ کفن پہلی منزل سے ہی ہر اِک جُدا یار ہوا
جیتے جی بہت یار تھے صوفی اپنے قبر میں ایک بھی نہ آکر مددگار ہوا
نه به چليږي څه بهانه ، نه عُذر ، نه انکار د مرګ پنجه کښې چې بنده شي ګرفتار
هيڅ څوک به نه ځي ورسره سِوا له کفنه د قبر خوا نه به جُدا شي ترينه هر يو يار
په ژوند خو وو زما ياران ډير اے صوفي قبر کښې جوړ نه شو مې يو هُم مددګار
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د ساه وتلو مُعامَله ډيره سخته ده ، د روح وتلو تكليفونه.... اَلاَمَان وَ الْحَفِيْظ!
حضرت امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرګ د تكليفونو تذکره څه داسې فرمائي : دا تكليف د تُورې د درې سوو ګُزارو برابر دے. ([1]) په يو حديث كښې دي : د ټولو نه آسان مرګ داسې دے لکه په مالوچو كښې چې د ازغو والا څانګه نښتي وي ، [او څوک راښکلو والا هغه راښکاږي] چې كله دغه څانګه د مالوچو نه راويستلے کيږي نو د مالوچو پوسنكي به هم ورسره ضرور راځي. ([2])
حُجَّةُ الاسلام امام محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د ځنكدن تكليف براهِ راست په رُوح حمله كوي ، بيا دا تكليف په ټول بدن كښې خور شي ، د هر هر رګ نه ، د هر هر پيوند نه ، د هر هر ويښته نه او د سر نه واخله ښپو پورې د څرمنې د هرې حِصَّے نه روح ويستلے كيږي ، د دې تپوس مه کوه