Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
فرمانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو : په سُنَنِ اِبنِ ماجه شريف كښې حديثِ پاك دے : د الله پاك خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : کُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبُورِ ، فَزُوْرُوْهَا فَإِنَّهَا تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيَا ، وَتُذَكِّرُ الآخِرَةَ.يعنې ما به تاسو د قبرونو د زيات نه منع كولئ اوس د قبرونو زيارت كوئ بيشكه قبرونه ليدل د دُنيا نه بے رغبته كول كوي او آخرت را يادوي. ([1])
اے عاشقانِ رسول! د مسلمان قبر له تلل د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے او د اوليائے كرامو او شهدائے عظامو عَلَيْهِمُ الرَّحمَه مزاراتو ته حاضريدل ډير سعادت دے او هغوئي ته ايصالِ ثواب كول ښه او د ثواب كار دے. ([2])
اوس د قبرونو آداب واورئ : قبرستان كښې داسې اودريږئ چې قبلے طرف ته مو شا او د قبرونو والؤ مخونو طرف ته مو مخ وي ، د دې نه پس په حديثِ پاك كښې د بيان شوي طريقے مطابق داسې سلام اوكړئ : * اَلسَّلامُ عَلَيکُمْ يا اَھْلَ الْقُبُوْرِ يغْفِرُ اللّٰہُ لَنَا وَلَکُمْ اَنْتُمْ لَنَا سَلَفٌ وَّ نَحنُ بِالْاَثَر . يعنې : اے قبرونو والؤ! په تاسو دِ سلام وي ، الله پاك دِ زمونږه او ستاسو بخښنه اوکړي ، تاسو زمونږ نه مخکښې راغلي ئې او مونږه ستاسو نه پس راتلونكي يو.([3] ) * چې قبرستان ته داخل شئ نو دا دُعا اولولئ : اَللّٰہُمَّ رَبَّ الْاَجْسَادِ الْبَالِيَۃِ وَالْعِظَامِ النَّخِرَۃِ الَّتِى خَرَجَتْ مِنَ الدُّنْيا وَ هِـىَ بِکَ مُؤْمِنَۃٌ اَدْخِلْ