Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
عَلَيْہَا رَوْحًا مِّنْ عِنْدِکَ وَسَلاَمًا مِّنِّى۔ ترجمه : اے الله! (اے) د دُوړيدلو وجودونو او د وراستو شوو هډوکو ربه! څوک چې د دُنيا نه د ايمان په حالت کښې تلي دي په هغوئي خپل رحمت اُوکړې او زما سلام ور اُورَسوې. په شَرحُ الصُّدور كښې دي : چې كوم بنده قبرستان ته داخل شي او دا دُعا اولولي نو د حضرت آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلام نه واخله تر دې وخته پورې چې څومره مسلمانان وفات شوي وي ټول به د هغه (يعنې دُعا لوستونكي) د پاره د بخښنې دُعا کوي.([1]) * كه د قبر خوا ته كښيناستل غواړئ نو د صاحبِ قبر د مرتبے لحاظ ساتئ او په ادب كښينئ. * د قبرونو د زيارت د پاره دا څلور ورځې بهترې دي : ګل ، زيارت ، جُمعه ، او خيالي ، ([2]) * د جُمعے په ورځ د سحر د لمَانځه نه پس د قبرونو زيارت كول افضل دي ، ([3]) * د شپے يواځې قبرستان ته تلل نه دي پكار.([4]) * بابركته شپو خصوصاً په شَبِ براءَت كښې د قبرونو زيارت كول افضل دي ، ([5]) * دغه شان بابركته ورځو مثلاً د وړوكي اختر ، لوئ اختر ، 10 مُحَرَّمُ الحرام ، او د ذُوالحَجَّه وړومبو لسو ورځو كښې د قبرونو زيارت كول افضل دي. ([6]) * په قبرونو د پاسه اګربتئ مه بلوئ ځکه چې