Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

كوي چې شته څوك توبه كوونكے چې د هغه توبه قبوله كړے شي؟ په نهمه دروازه باندې يوه فرښته آواز كوي شته څوك بخښنه غوښتونکے چې د هغه بخښنه اوكړے شي؟ او په لسمه دروازه باندې هم يوه فرښته آواز كوي چې شته څوك دعا غوښتونكے چې د هغه دعا قبوله كړے شي؟ بيا رحمتِ عالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو : اے جبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام! د رحمت دا دروازے د كوم وخته پورې كولاؤ وي؟ عرض ئې اوكړو : د شپې د شروع نه د سحر ختلو پورې. خوږ پيغمبر مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائىلو : په دې شپه كښې د چيلو د ويښتو نه هُم د زياتو خلقو بخښنه كيږي ، په هُم دې شپه د خلقو د ټول كال اعمال (آسمانونو طرف ته) اوچتولے کيږي او په هُم دې شپه رزق تقسيميږي.([1])

شَبِ براءَت میں ملتی ہے مومنوں کو نجات   عجیب نور میں ڈھلتے ہوئے ملے لمحات

نویدِ جنّت و فردوس سب کو ملتی ہے      خدا کے فضل سے ٹلتی ہیں دُنیوی آفات

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن د توبے شپه ده ، زمونږ په ژوند كښې څومره شَبِ براءَت تيري شوي دي ، هر كال مونږه بيانونه اورو ، د نيك جوړيدو نيت او ارادے كوو ، خو افسوس! دُنياوي كارونو كښې د مصروفه كيدو په وجه په خپلو ارادو كښې ناكامه شو ، د الله پاك څومره لوئ احسان دے چې هغه په ژوند كښې يو ځل بيا مونږ ته دا بابركته شپه را نصيب كړه ، راځئ چې نن پخه او رښتيني توبه اوكړو ، په حديثِ پاك كښې دي :


 

 



[1]... تاریخ اِبْنِ عساکر ، جلد : 51 ، صفحہ : 72-73۔