Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
اولړزيدل ، صاحبزادګانو او مريدانو مسلسل د حجرے شريفې دروازه ډبوله او درخواست ئې ورته كولو : جناب! دروازه بيرته كړئ! خو شيخُ الاسلام حضرت بَهاؤالدِّين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خوفِ خدا كښې داسې ډوب وو چې د هغوئي نه بالکل بےپرواه وو او ډير زيات ئې ژړل ، آخِر دا چې د هغوئي نمسے شاهِ رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چا راوستلو ، حضرت بَهاؤالدِّين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خپل نمسي سره ډير محبت كولو ، شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دروازه اُوډبوله او دوه درې ځله ئې اُووئيل : دا دا جانه دروازه برسيره کړئ آخر دا چې شاه رُکنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د دننه ورتلو اجازت ميلاؤ شو. شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دننه ورغلو نو ډير زيات حيران شو چې د شيخُ الاسلام حضرت بَهاؤالدِّين زكريا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې پړسيدلي دي ، او دومره ډير ئې ژړلي وو چې اوښكې ئې ختمي شوي وے او د مباركو سترګو نه ئې وينې څڅيدلې. دا زړه درزوونكے منظر ئې چې اوليدلو نو شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو : دا دا جانه! د دومره ژړلو سبب څه دے؟ حضرت شيخُ الاسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څه اوفرمائيل ، هغه د زړه په غوږونو واورئ! ارشاد اوشو : بچيه! ما په عَالَمِ مُكاشَفَه کښې اوليدل چې يو كس دے ، د هغه نوم هم “ بَهاؤُالدِّين “ دے ، د زُهد او تقوٰى مالك دے ، په علم و عمل كښې د خپل وخت سردار دے ، د هغه انتقال شوے دے او د ډيرو كلونو عبادت ، تقوٰى او پرهيزګاري ئې په كار رانغله ، او ټول اعمال ئې په مخ ور ويشتلے شو او اِيمان ترينه سَلب كړے شو [يعنې واخستلے شو] ، ما چې د هغه كس دا حال اوليدلو نو په ما ويره راغله چې يو هٰغه بَـهاؤ الدين وو ، چې د هغه