Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
ابولهب وغيره وو، دغه كافرانو ته د سپوږمئ دوه ټكړے كولو مُعجزه اوښودلے شوه، د هغوئي په مخكښې كانړو كلمه اووئيله، قرآني آيتونه ورته اولوستل شو، نورې غټې غټې مُعجزے ورته ښكاره كړے شوې، خو هغه بدبختو حق خبره قبوله نه كړه، نه ئې كلمه اولوستله، او نه مسلمانان شو، دغه كافرانو ته د الله پاك مَحَبَّت نصيب نه شو، او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مَحَبَّت نه هم محرومه شو، كافران وو، كافران پاتې شو او د كفر په حالت كښې مړه شو او دوزخيان اوګرځيدل.
معلومه شوه څوك چې حق خبره نه قبلوي، هغه ته مَحَبَّتِ اِلٰهي نصيب كيدل سخت ګران بلكه ناممكن دي. شيخ شَهابُ الدِّيْن سُهُروَردِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مَحَبَّت د پاره توبه شرط ده. نور فرمائي: د مَحَبَّت مقَام د نُورِ يقين په غلبه حاصليږي. ([1])
معلومه شوه د كوم بنده په زړه كښې چې نُورِ يقين نه وي، څوک چې په غټو غټو مُعجزو ليدلو ايمان رانوړي، سپوږمئ په دوه ټكړے کيدلو ليدلو ته، ونې په روانيدلو ليدلو ته، د كانړو كلمه لوستل په خپلو غوږو اوريدلو ته مَعَاذَ الله! جادو وائي، څوك چې په خپل ځان غور نه كوي، خپل عيب نه پيژني، توبه نه كوي، كفر و شرك نه پريږدي، ضِد كوي، حق خبره قبلولو ته تيار نه وي، هغه بنده هيڅ كله د مَحَبَّتِ اِلٰهي نِعمَت نه شي حاصلولے. او څوك چې حق خبره قبلوي، حق مني، كلمۀ حق لولي، اِيمان قبلوي، صرف هغه د الله پاك مَحَبَّت حاصلولے شي، او هغه د الله پاك سره څنګه مَحَبَّت كوي؟ الله پاك فرمائي:
وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَشَدُّ حُبًّا لِّلّٰهِؕ- (پارہ2،سورۃالبقرۃ:165)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او اِيمان والا خلق د ټولو نه زيات د الله سره مَحَبَّت كوي.