Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
هغه دے چا ته چې فرښتے ”ذُوالنُّورَين“ وائي، د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُوم دے، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د جَنَّت زِيرے وركړے دے. ([1]) *په يو حدِيثِ پاك كښې دي : عُثمان څومره ښه انسان دے، زما زُوم دے، زما د دوو لونړو خاوند دے، الله پاك په هغه كښې زما نُور جمع كړے دے.([2])
نبی کے نور دو لے کر وہ ذو النورین کہلائے انہیں حاصِل ہوئی یوں قربتِ محبوبِ رحمانی([3])
* د اسلام د دويم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن حضرت عُمَرِ فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْهُ د شهادت نه پس د مسلمانانو په کثرتِ رائے سره حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ خليفه مقرر شو، دولسو كالو پورې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ خليفه وو، په 18 ذُوالحجه سن 35 هجري کښې د 40 ورځو پورې د لوَږې او تندې د اوسيدلو په حالت كښې په ډير ظُلم سره شهيد كړے شو. ([4])
”قُبُولِ حق“ د مَحَبَّتِ اِلٰهي د پاره شرط دے
د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام قبلولو نه مخكښې خبره ده، يوه شپه هغوئي كور ته تشريف راوړلو نو اوئې ليدل چې د هغوئي ترور [يعنې د مور خور] حضرت سُعدٰى رَضِیَ الله عَنْها كور ته راغلي ده، ترور ئې چې حضرت عُثمانِ غنـي رَضِیَ الله عَنْهُ اوليدلو نو اوئې فرمائيل: اے عُثمان! مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نبـي دے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم الله پاك بُرهان (يعني دليل) جوړ کړے او دِينِ حَق سره ئې راليږلے دے، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري اوكړه.