Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
يعني خاموشي چې خاموشئ سره عقل روښانه کيږي، د پوهې او ياد ساتلو قوت ورسره مضبوطيږي۔ (4) لوَږه (يعني کم خوراک کول) (5) بيداري (يعني کم اُوده کيدل)، (6) نفئ خواطِر يعني زړه د فضولو فکرنو او خيالاتو نه پاک ساتل (7) هر حال کښې په رضائے اِلٰهى باندې راضي اوسيدل (8) فِکرِ سالِم، يعني د شرعي اُصولو مطابق د الله پاک په نعمتونو، يعني د هغه په قدرتونو وغيره کښې غور کول (9) ذِکرِ دائِم، يعني هميشه د الله پاک په ذِکر کښې مصروفه اوسيدل۔
دا نهه کارونه چې څوک پابندئ او اِستِقامت سره کوي نو د الله پاک د رحمت نه اُمِّيد دے چې هغه ته به د الله پاک مَحبَّت نصيب شي۔ اِنْ شَــآءالـلّٰـهُ الکريم
12 ديني کارونو کښې يو دِيني کار: مَدَني قَافِله
اے عاشقانِ رَسُول! نيک جوړيدلو، د ګناهونو نه بچ کيدلو او د دې په ذريعه د الله پاک د مَحبَّت حاصلولو د کوشش کولو د پاره عاشقانِ رَسُول سره په مَدَني قَافِلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ، د دې په بَرَكت به اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د عاشِقانِ رَسُول صُحبت حاصل کړئ، عِلمِ دِين زده کول به درنصيب شي، د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدلو ذِهن به مو جوړ شي او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې د سُنَّتِ انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام يعني د نيکئ دعوت عام کولو موقع به درنصيب شي۔
د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زه د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول ته راتلو نه مخكښې په ګناهونو کښې اخته ووم، شراب څښل، د مور و پلار زړه اَزارَوَل او لـمونځونه قضا کول زما معمول وو، يو ځل زما خورئي [يعني د خور ځوئ] ما ته مَدَني قَافِله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، ما ټال مټول کولو خو هغه هِمَّت اُونه بيلو او