Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
داسې بنده الله پاک خوښوي، او داسې کس ته به د الله په رحمت د مرګ نه پس جَنَّت ته داخليدل او د الله پاک دِيدار کول نصيب کيږي۔
د مَحبَّتِ اِلٰهى حاصلولو نُسخے
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د الله پاک د محبت فضائل واوريدل، الله پاک سره د مَحبَّت کوونکي يو بنده حضرتِ سَيِّدُنا عُثمان بِن عَفَّان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرتِ پاک يو څو خبرې مو واوريدلې، څومره قابِلِ رَشک سِيرت دے، اوس مونږه غور اوکړو چې دا ”مَحبَّت اِلٰهى‘‘ مونږ ته څنګه حاصليدے شي؟ دا اَهم سوال دے، د دې د جواب د پاره د والِدِ اعلٰى حضرت مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خلاصه واورئ! فرمائي: اصل کښې مَحبَّت کَسبي نه دے، يعني مونږه په خپل کوشش او محنت د الله پاک مَحبَّت نه شو حاصلولے، دا د الله پاک په عطا ملاويږي، الله پاک چې چا له اوغواړي ورنصيب ئې کړي، خو! دا خبره طے ده چې د زړه د صفائي نه بغير دا دولت په لاس نه شي راتلے، لِـهذا څوک چې د مَحبَّت اِلٰهى طلبګار وي نو هغه دِ وړومبے خپل زړه د باطني بيمارو نه پاک کړي، بيا که الله پاک ته منظوره وه نو خپل مَحبَّت به ورعطا کړي۔
والِدِ اعلٰى حضرت مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: نهه څيزونه دي چې هغه د الله پاک مَحبَّت حاصلولو کښې مددګار دي: (1) هميشه په اوداسه کښې اوسيدل چې دې سره زړه روښانه کيږي ( 2) خَلوَت (يعني ګوشه نشيني، تنهائي) چې د خلوت په ذريعه بنده د دُنيوي مشغولياتو نه فارغه وي، دې سره حوَّاس ساکِن شي او تَوجُّه سره د الله پاک د يادولو او د زړه او دماغو حاضر ساتلو او د الله پاک طرف ته د مُتَوَجِّه کيدلو موقع ملاويږي، خصوصاً که د تِيَرے والا مکان وي نو د خلوت زياده فائده کيږي، څوک چې په تِياره کښې نه شي کښيناستلے، هغه ته پکار دي چې په سر باندې کپړه واچوي او سترګې پټې کړي، دغسې دِ په تنهائي کښې ناست د الله پاک ذِکر کوي۔ (3) سُکُوت