Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
نه ئې ښپې غزولې وے، د سحر د لمَانځه نه پس به ئې د الله ذِكر شروع كړو، ماسپښين به شو، د ماسپښين نه پس به بيا په ذِكرُ الله كښې مصروف شو، مازديګر به شو، د مازديګر نه تر ماښامه پورې، د ماښام نه تر ماسخُتنه پورې، او د ماسخُتن نه د صبا سحره پورې به ئې د الله ذِكر كولو، حضرت ابُوبكر عياش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 30 زره ځله سورۀ اِخلاص لوستلو، هره ورځ به ئې 500 نوافِل ادا كول، په ورځ كښې به ئې څو څو ځله قرآنِ پاک ختمولو. اِمام اعظم ابُوحنِيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 40 كاله د ماسخُتن په اوداسه د سحر لمُونځ ادا كړے دے، هره شپه به ئې په دوو ركعتو كښې د قُرآنِ كريم ختم كولو.
د الله پاك د بندګانو داسې هِمَّت، طاقت او په عبادت كښې داسې استِقامَت...! دا څه دي؟ دا د اِيمان طاقت دے، دا د اِيمان خوند او خوږوالے دے، كوم چې دغه نيكو بُزُرګانو ته حاصل وو، دا خوند څنګه حاصليږي؟ مونږه حديثِ پاك واوريدلو چې څوك د الله پاك او د هغه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره كامِل مَحَبَّت کوي، د بل چا محبت ته د هغوئي په محبت باندې ترجيح نه ورکوي، که چا سره محبت کوي نو هُم د الله د پاره، او د كفر نه نفرت کوي نو هغه ته د اِيمان خوږوالے نصيب كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مَحَبَّت حقدار صِرف الله پاك دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې حديثِ پاك نه معلومه شوه چې د الله پاك او د هغه د رسول، رَسُولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَحَبَّت د ټولو كمالاتو اصل دے، * چا ته چې د الله او رسول مَحَبَّت نصيب شي، د هغه زړه پاك شي، * چا ته چې د الله او رسول مَحَبَّت نصيب شي، د هغه اِيمان مضبوط شي * چا ته چې د الله او رسول مَحَبَّت نصيب شي، هغه ته د عبادت خوږ والے نصيب شي، * چا ته چې د الله او رسول مَحَبَّت نصيب شي، هغه ته د آخرت فِكر نصيب شي او * چا ته چې د الله او رسول