Book Name:Usman-e-Ghani Aur Muhabbat-e-Ilahi
مسلسل ئې دعوت راکولو، آخر زه يو ځل د مَدَني قافلے مسافر جوړ شوم، د مَدَني قافلے په دوران کښې د نيکئ دعوت او د سُنَّتو ډکو بيانونو اوريدلو موقع په لاس راغله، ورسره ورسره راته د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه مختلفې رسالے لوستل هُم نصيب شو، بس د دې ټولو څيزونو په ما داسې اثر اوشو چې په زړه کښې مې انقلاب راغلو، ما د ګناهونو نه رښتيني او پخه توبه اوکړه، شراب څښل مې پريښودل، لـمونځونه کول مې شروع کړل او د مور و پلار فرمانبردار جوړ شوم، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د مَدَني قافلے په بَرَكت مې ګِيره پريښوده، د عِمامے شريفې تاج مې په سر کړو، اوس زه په يو جُمات کښې مُـؤَذِّن يم او اَلْحَمْدُ لِلّٰه پينحه وخته لـمونځ د جَمعې سره د ادا کولو سعادت حاصلووم۔[1]
اُلْفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خُدا چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو
گر مدینے کا غم، چاہئے چشمِ نَم لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو
که اُلفتِ مُصطَفىٰ او غواړئ خوفِ خُدا قافلو کښې لاړ شئ قافلو کښې لاړ شئ
که د مدينے اُلفت، غواړئ دا مَحبَّت اوګتئ به دا نعمت، قافلو کښې لاړ شئ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے