Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
ته ئې هډو تَوجُّه نه وي، د الله پاك ناراضئ طرف ته ئې فکر هُم نه وي، په زړه کښې ئې د خوفِ خدا كمے وي، د عِشقِ رسول كمے وي، او دغسې هغه د غير مسلمو د صحبت په وجه د هغوئي په مذهبي پروګرامونو كښې شريك شي، او بعضې وخت خو خپل ايمان برباد كړي او د كُفر جَوَرې كندې ته غوزار شي، او د خپل ايماني دولت لُوټ كيدلو ورته احساس هُم نه وي.
كاش چې! د حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِیَ الله عَنْهُ په بركت مونږ ته هم د ايمان سلامتيا رانصيب شي.
مسلماں ہے عطار تیری عطا سے ہو ایمان پر خاتمہ یا اِلٰہی([1])
د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په دې موضوع باندې يو زبردست قيمتي كتاب دے ” کُفْرِیَہ کلمات کے بارے میں سُوال جواب“۔ په اُردو ژبه كښې په دې موضوع باندې دومره تفصيلي كتاب په لاس راتلل ډير مشكل دي. دا كتاب د هر مسلمان ضرورت دے. صرف د 675 صفحو کتاب دے او په دې كښې د كفريه كلماتو په باره كښې داسې ښكلي ښائسته معلومات دي چې څوك ئې اولولي نو صرف هغه ته معلومه وي. د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه هدِيۃً دا كتاب واخلئ او كه غواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ئې ھم ډاؤن لوډ کولے شئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(3) په قرآنِ پاك كښې د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان