Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
تور شان والي طرف ته مائله کړئ نو چې څنګه رنګ ترينه جوړ شي، د حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ رنګ مبارك داسې وو. په پاكستان هندوستان كښې عام طور خلق غنم رنګي وي.
اسلام کا جمال ہے تیرے جمال سے سیرت تری ہے دِین کی اک ترجماں بلال
حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ سابِقُ الاسلام والا دے، يعني هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام په شروع كښې ايمان راوړے وو، د غلامئ نه آزادي نصيب كيدو نه واخله د خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وصالِ ظاهري پورې به حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ نبـي ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضر اوسيدلو، حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ مُؤَذِّنِ رَسُول هم دے، او خازنِ مصطفٰى هم دے، يعنې رسولِ اكرم ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مالي مُعامَلاتو د خيال ساتلو ذِمَّه واري حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ ته وركړي وه، د خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وصالِ ظاهري نه پس حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ مُلكِ شام ته تشريف يوړلو او د آخره پورې هلته اوسيدلو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په 20 هجرئ كښې د دُنيا نه رخصت شو. د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ مزار هم په مُلكِ شام كښې دے. ([1])
جاہ و جلال دَو نہ ہی مال و مَنَال دَو سوزِ بلال بَس میری جھولی میں ڈال دو
دُنیا کے سارے غم میرے دِل سے نکال دو غم اپنا یاحبیب بَرائے بِلال دو
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد