Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره عِشق كول اسانه خبره نه ده، په دې کښې ډير امتحانونه اخستلے كيږي، سخت ازميښتونه پکښې پيښيږي، هغه عظيم عاشِقِ رسول چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارك ئې يو نظر اوليدو او اِيمان ئې راوړو، او عاشق جوړ شو، اوس د هغه امتحان شروع شو.
يوه ورځ هغه عاشِقِ رسول حرم شريف ته لاړو، هلته يو څو كافر هُم موجود وو، خو هغه نه وو ليدلي، هغه دا ګنړله چې زه يواځې يم، هلته د كافرانو دروغژن خدايان [يعنې بُتان] پراته وو، د هغه ايماني جذبه په جوش كښې راغله او په هغه بُتانو باندې ئې لاړې تُوك كړې، او اوئې وئيل: نامراده دے هغه كس څوك چې ستاسو عبادت كوي.
هغه خو دا ګنړل چې زه يواځې يم، ځکه ئې دا كار اوكړو خو چې كافر ئې اوليدل نو زر زر د هغه ځائے نه لاړو، كافرو ټوله مُعامَله اوليدله، هغوئي ورپسې شاته ورغلل او د عبدُالله بِن جَدعان كور ته اورسيدل او هغه ئې د ټولې واقعې نه خبر كړو نو هغه بدبخته كافر د خپل غلام (يعنې حقيقي عاشِقِ رسول) لاس د ابوجهل او اُمَيَّه بِن خَلف په لاس كښې وركړو او ورته ئې اُووئيل: دا ستاسو دے، يعني تاسو ته اختيار دے چې د ده سره څه کول غواړئ اوكړئ.
(2) د ظُلم و ستم زړه درَزَوُونكي قِصَّه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس د ظُلم و سِتم زړه درَزَوُونكي قِصَّه واورئ او اوګورئ چې زمونږه اسلافو په څومره څومره تكليفونه برداشت کولو دا دِين مونږ ته را رسَوَلے دے.
اَللهُ اَکْبَر! ابو جَهل او اُمَيَّه بِن خَلف دواړه كافران وو او دواړه ډير غټ ظالِمَان او سركشه وو، دې دواړو د هغه عظيم عاشِقِ رسول لاس اونيولو او د مکّے مكرمې صحرا ته ئې بوتلو، او هغه عاشِقِ رسول ئې د اسلام قبلولو په جُرم كښې په لـمر سره