Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د مُـؤَذِّن رسول حضرتِ سَيِّدُنا بلا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شان او عَظَمت بيان واوريدلو، راځئ چې په آخره کښې د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اذان متعلق يو ايمان تازه کوونکے حکايت واورو:
(8) د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ايمان افروز اذان
چې کله د الله پاک آخري نبي، رَسُولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه ظاهري پرده اوفرمائيله نو په صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان باندې ګويا قيامت راغے، صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان د غمه نه بے حاله وو، حضرتِ سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هُم د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وصال باندې ډير زيات غمګين شولو.
ځکه چې حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خو د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُـؤَذِّن وو، د مُـؤَذِّن او اِمام په خپل مينځ کښې يو جُدا قِسم تَعَلُّق وي، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د رَسُولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې اوسيدلو، چې کله محبوب آقا، مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه ظاهري پرده اُوفرمائيله نو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ژوند تيرول مشکل شو، په کومو کوڅو کښې به چې د مدينے جانان، سروَرِ کون و مکان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګرځيدلو، په هغه کوڅو کښې به چې اوس حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ګرځيدلو نو د خفګان نه به ئې بد حال وو، په هغه کوڅو کښې به چې خوږ مدني جانان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُسکے شولو نو هر طرف ته به د نُور رنړاګانې خورے شوې، اوس په هغه کوڅو کښې حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل خوږ آقا و مولا سیِّدُ الاَنبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ياد کښې بے قراره اوسيدلو.
بس نور د مدينے مُنَوَّرے په کوڅو کښې د حضرت بلال د پاره ژوند تيرول سخت مشکل شو، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شام ته تشريف يوړلو، خو آه! آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دلته هُم نشته، د محبوب ديدار خو دلته هُم نشته، د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ياد خو دلته هُم بے