Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
دا تر قيامته پورې د راتلونکو مسلمانانو سرداران قرار شو.
بےدام ہی بِک جائیے بازارِ نبی میں اس شان کے سودے میں خسارے نہیں ہوتے
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
(4) آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جَنَّت کښې د حضرت بلال آواز واوريدو
د معراج په احاديثو کښې دي چې: زمونږ خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د معراج په شپه چې كله زه جنَّت ته داخل شوم نو ما د ځان نه مخكښې مخكښې يو آواز واوريدلو، ما ته اووئيل شو چې: دا بلال دے. ([1])
سُبْحٰنَ الله! د حضرت بلال رَضِیَ الله عَنْهُ څه ښكلے شان دے. هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ اِيمان راوړو، ډير تكليفونه ئې تير کړل، كافرو پرې ډير ظُلمونه اوكړل خو هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په اِيمان ثابت قدم پاتې شو او دينِ اسلام نه ئې مخ وانه ړولو نو اوګورئ چې الله پاک څنګه څنګه انعامونه ورکړل.
يوه ورځ حُضُورِ اکرم، نبيِ مُکرّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته تشريف راوړلو.
سُبْحٰنَ الله! دا هُم څنګه عِزَّت افزائي ده چې د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، د چا په بارګاه کښې چې فرښتے حاضري ورکوي هغه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د حضرت بِلالِ حَبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته تشريف راوړلو. تپوس ئې اوکړو: بِلال په کور کښې شته؟ د