Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرت بلال رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مختصر تَعَارُف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! آيا تاسو ته معلوم دي چې هٰغه عظىم عاشِقِ رسول څوك وو؟ آو جې! دا بل څوك نه وو، زمونږ د غلامانو سردار، د هر عاشِق د سترګو ستورے، مشهور عاشِقِ رسول، مُؤَذِّنِ رَسُول، حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِیَ الله عَنْهُ وو.
کیا کیا ستم نہ ڈھائے تھے تجھ پر اُمَیَّہ نے اقرارِ حق سے پِھسلی نہ تیری زباں بلال
مکہ اَحَد اَحَد کی صداؤں سے گونج اٹھا خورشیدِ انقلاب تھا تیرا بیاں بلال
بُوبکر نے خرید کے ایسے بڑھائے دام دولت اگر زمیں ہے تُو آسماں بلال
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت سَيِّدُنا بلالِ حبشي رَضِیَ الله عَنْهُ مشهور صحابي دے، د هغوئي نوم مبارك: بلال او لقب ئې مُؤَذِّنِ رَسُول دے. خوږ آقا ١صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د سَيِّدُ المُؤَذِّنِين (يعنې د ټولو اذان كوونكو سردار) خطاب وركړے وو. ([1])
د حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِیَ الله عَنْهُ په باره كښې عام طور دا وئيل كيږي چې د هغوئي رنګ مبارك ډير زيات تور وو بلكه بعضې خلق چې د هغوئي مباركه حُليه بيانوي نو مَعَاذَ الله! يو د ويرې ډك ماحول جوړ كړي، الله پاك دِ مونږ د بےادبئ نه محفوظه اوساتي! دا خبره صحيح نه ده بلکه حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِیَ الله عَنْهُ غنم رنګے وو، عُلمائے كرام د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ حُليه مباركه بيانولو کښې ليكي: کَانَ شَدِیْدَ الْاَدِمَۃِ حضرت سَيِّدُنا بلال رَضِیَ الله عَنْهُ ډير زيات غنم رنګے وو،([2]) يعنې د غنمو دانه چې لږه