Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  زوجه محترمه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا عرض اوکړو: هغه په کور کښې نشته.

      بيا ئې زوجه محترمه عرض اوکړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! بلال چې کله په کور کښې وي نو بس د هغه په ژبه هُم دا خبره وي چې: : قَالَ رَسُوْلُ اللہِ، قَالَ رَسُوْلُ اللہِ  يعني نن رسولُ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا اُوفرمائيل، نن رسولُ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا اُوفرمائيل.

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د حضرت بِلالِ حَبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  عِشقِ رَسُول اوګورئ، چې تر څو به د حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر وو نو د ديدارِ مُصطَفىٰ شربت به ئې څښلو او چې کله به کور ته راغلو نو هُم صرف د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې به ئې کولې.

      خير چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا خبره واريدله [چې هغوئي په کور کښې نشته] نو اُوئې فرمائيل: مَا حَدَّثَکِ عَنِّیْ بِلالٌ  فَقَدْ صَدَقَ بِلال لَا یَکْذِبُ [يعني] بِلال چې زما له طرفه کوم حديث هُم بيانوي، هغه رښتيا دے بِلال کله دروغ نه وائي. ([1])

     اے عاشقانِ رَسُول! کمال خبره ده چې زمونږه رښتينے آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله د حضرت بِلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  د رښتيني کيدلو ګواهي ورکوي، دا دے د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  شان. کاش چې د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په خاطر مونږ ته هُم هميشه د رښتيا وئيلو توفيق رانصيب شي، کاش چې د دروغو نه زمونږ په زړونو کښې داسې نفرت پيدا شي چې د مرګ د ساعته پورې کله هُم دروغ اُونه وائيو، دروغ وئيل ګناه ده، دروغ جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے، دروغ د مسلمانانو کار نه دے بلکه د منافقانو کار دے. افسوس چې په دې معاشره کښې داسې نادان خلق هُم شته چې وائي وروره نن صبا د رښتياؤ زمانه نه ده، د دروغو نه بغير هډو کار نه کيږي.


 

 



[1]...تاریخ مدینہ دمشق، جلد:10، صفحہ:463.