Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

يوه ورځ د لـمانځه په حالت کښې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې اُمِّيد بيا بيا د آسمان په لوري کتل چې د قبلے د تبديلئ حُکم راشي، په دې باندې د لـمانځه په دوران کښې دا آيتِ کريمه نازل شو په کوم کښې ئې چې د حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رضا رضائے اِلٰـهی قرار کړه او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روښانه مخ مبارک بيا بيا د آسمان په لوري د اوچتيدلو ښکلے انداز ئې په قرآن کښې بيان کړو او د حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خواهش او خوشحالئ مطابق خانه کعبه قبله جوړه کړے شوه چنانچه حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عين د لـمانځه په حالت کښې خانه کعبے طرف ته اوګرځيدلو، مسلمانانو هُم خوږ نبي صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره کعبے طرف ته مخ کړو او د ماسپښين دوه رکعته بيتُ المُقَدَّس طرف ته اوشو او دوه رکعته خانۀ کعبے طرف ته ادا کړے شو (تفسیر صراط الجنان، ۱/۲۳۳ملتقطاً) هغه آيتِ کريمه کوم چې نازل شُو هغه دا دي:

قَدْ نَرٰى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِی السَّمَآءِۚ-فَلَنُوَلِّیَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضٰىهَا۪-فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِؕ-وَ حَیْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوْا وُجُوْهَكُمْ شَطْرَهٗؕ-                                                                        ۲، البقرۃ:۱۴۴)                                                                                                 

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : مونږه ستا بيا بيا د آسمان طرف ته مخ کول وِينو نو ضرور مونږ به تا اوګرځوو د هغې قبلے په طرف په کومه کښې چې ستا خوشحالي ده، اوس خپل مخ اوګرځوه د مسجدِ حرام طرف ته او اے مسلمانانو تاسو چې هر ځائے کښې ئې خپل مخونه د هُم دې طرف ته کوئ.