Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga
دريو کښي يوه حصه کيږي * د دغې نه پۀ بل کال به هډو پيداوار نۀ کيږي۔ ځناور به مړه شي۔ بيا به دجَّال راووځي۔ د دۀ پۀ سختو فتنو کښې دا هم دي چې يو بانډچي ته به ووائي: که زۀ ستا اوښ راژوندے کړم نو بيا به مې منې چې زۀ ستا رَبّ يم؟ بانډچي به وائي: آؤ! منم به يـې۔ پس دجَّال به يو پيري ته حکم وکړي، هغۀ به فوراً د هغۀ د اوښ شکل اِختيار کړي، بانډچي به دا ګڼي چې زما اوښ راژوندے شو۔
بيا به دجَّال د يو کَس خوا له لاړ شي، د هغۀ پلار او ورور به وفات شوي وي، د هغۀ د پاره به د هغۀ ورور او پلار راژوندي کړي، يعنې پيريانو ته به وائي چې د دۀ د پلار او د ورور شکل اِختيار کړئ! هغوئي به يـې اِختيار کړي، هٰغه کَس به دا ګڼي چې دجَّال زما ورور او پلار راژوندي کړل۔ (داسې به خلق د هغۀ پۀ دهوکه کښې راځي او هغۀ به خُدائے مني)۔
راوي وائي: د دومره وئيلو نه پس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څۀ کار د پاره تشريف يوړلو۔ واپس چې راغلو او اوئې کتل چې مونږ ټول غمژن ناست يو۔ اوئې فرمائيل: څۀ وشو؟ ولې غمژن يئ؟ عرض مو وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دجَّال چې مو واوريدل نو زړونه مو ويريدل ۔ اوئې فرمائيل: فِکر مۀ کوئ! که زۀ ووم او دجَّال راووتو نو زۀ به د هغۀ سره پوهه شم۔ که زما د (ظاهري) وصال نه پس راووتو نو زما رَبّ به زما د غلامانو حفاظت فرمائي۔ عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! نن لوږه برداشت کول دومره ګران دي، هٰغه وخت به قحط وي، مسلمانان به څنګه خپل ايمانونه بچ کوي؟ اوئې فرمائيل: مسلمانان به تسبيح وائي ، پۀ دې باندې به د هغوئي جسماني ضرورتونه پوره کيږي۔([1])