Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

     اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه كوو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب!                                                          صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد

د دجَّال نه وِيرول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نني بيان موضوع د معمول  موضوعاتو نه لږه بدله ده۔ نن به مونږه د دجَّال د فتنې پۀ باره کښې د قرآن او حديث تعليمات اورو۔ دا خبره پۀ ذِهن کښې ساتئ چې د دجَّال نه ويرول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي۔

آؤ جي! حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې صحابئ رسول دے، د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خادم هم دے، د هغوئي نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا مِنْ نَبِيٍّ  اِلَّا اَنْذَرَ اُمَّتَهُ ‌الْاَعْوَرَ الْكَذَّابَ يعنې څومره نبيانو چې تشريف راوړو، ټولو خپل خپل اُمتونه د ډير دروغژن شيړه دجَّال نه ويرول۔([2])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دجَّال واقعي ده چې ډيره لويه فتنه ده، کومه چې به قيامت ته نزدې ظاهريږي۔ راځئ چې د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنَّت باندې عمل وکړو او د دې فتنې پۀ باره کښې روايتونه واورو۔


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[2]...بخاری، کتاب التوحید، باب قول اللہ تعالی:( وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي) ،صفحہ:1788، حدیث:7408۔