Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga
کيدے۔ عام طور د ګل سره ازغي هم وي، د شمعې سره لوږے هم وي، خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رسالت داسې ګل دے چې هيڅ ازغے ورسره نشته او هغوئي داسې شمع ده چې هيڅ لوږے ورسره نشته۔
د اَبُو لَـهب يو ځوي وو: عُتَيبَه۔ هغۀ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره سخته ګستاخي کړې وه۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ خلاف دُعا وکړه: اے الله پاکه! پۀ دۀ باندې پۀ خپلو سپو کښې يو سپے مسلط کړې۔ نو عُتَيبه يو ځل د شام په سفر روان وو، د هغه پلار اَبُولَهب د دښمنۍ باوجود ووئيل: ”ماته د مُحَمَّد صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم د ښيرو فکر دے، د قافلې ټول خلق دې زمونږ خيال ساتي.“ قافله يو داسې ځائ ته ورسېده او اودرېده چرته چې زمرې ډېر وو، د اَبُولَهب په وېنا د شپې د ټولې قافلې سامان په يو ځائ جمع کړے شو او د هغه يوه غونډۍ شان يې جوړه کړه او په هغې باندې يې عُتَيبه اودۀ کړو او د قافلې ټول کسان ترې څلور واړه طرفو ته اودۀ شول. خو...
تمہارے مُنہ سے جو نکلی وہ بات ہو کے رہی
د اَبُو لَـهب ټول کوششونه بيکاره شول، د هغۀ ځوي ځنګلي ازمري وشلوو او ويـې غورزؤ۔ هٰغه ازمرے هم عاشقِ رسول وو، هغه د ګستاخِ رسول غوښه اونه خوړله، ويـې شلوو او ويـې غورزؤ۔([1])
د مکے مکرمې او مدينے منورې فضيلت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د مدينے منورې فضيلت ته هم وګورئ! دجَّال به په ټولې دُنيا کښي ګرځي۔ هر يو کلي ته، هر يو ښار ته به ځي خو پۀ حديثِ پاک کښې دي: دجَّال به مدينے منورې ته د داخليدو کوشش کوي خو چې کله اُحُد شريف ته نزدې