Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔ نن مونږه سُبْحٰنَ اللہ وايو نو زړۀ ته سکون ميلاؤيږي، رُوح تازه کيږي۔ هٰغه وخت چې به کله مسلمانان سُبْحٰنَ اللہ وائي نو زړۀ ته به يـې هم سکون ميلاؤيږي او دا تسبيح به يـې د خوراک، د اوبو هم کار کوي، خِيټه به يـې هم مړيږي۔

د ذِکرُ الله فضيلت

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه مونږ ته سبق ميلاؤيږي چې مونږ له د ذِکرُ الله عادت جوړول پکار دي۔ سُبْحٰنَ اللہ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ، اَللہُ اَکْبَر، دا ښکلي ښکلي پاک کلمات دي، پۀ دې باندې خپله ژبه لـمده ساتل پکار ده۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: دوه کلمې داسې دي،چي د الله پاک ډيرې خوښې دي، پۀ ژبه باندې ډيرې سپکې دي (چې ډيرې پۀ اسانۍ سره لوستلے کيدے شي)، د عمل پۀ تَله کښې به ډيرې درنې وي (کومې کلمې دي؟ اوئې فرمائيل:) سُبْحٰنَ اللہِ وَبِحَمْدِہٖ سُبْحٰنَ اللہِ الْعَظِیْم۔([1])

يو ځل د سُبْحٰنَ الله! وئيلو سره پۀ جنَّت کښې وَنه نالولے کيږي۔ دا د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام زمونږ د پاره پيغام دے۔ د معراج پۀ شپه باندې چې کله د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سره ملاقات وشو نو هغوئي وفرمائيل: اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! خپل اُمت ته زما د طرف نه دا پيغام ورسوئ! چې د جنَّت زمکه خالي ميدان دے۔ د الله پاک تسبيح کوئ او دلته ونه نالوئ! ([2])

الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

راځئ چې ټول دولس ځله سُبْحٰنَ الله! اُووايو۔


 

 



[1]...بخاری، کتاب التوحید، باب قول اللہ تعالیٰ...الخ، صفحہ:1823، حدیث:7563۔

[2]...ترمذی، کتاب الدعوات، صفحہ:796، حدیث:3462 ملتقطاً۔