Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga
پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ اَحْيَا سُنَّتِيْ فَقَدْ اَحَبَّنِيْ، وَمَنْ اَحَبَّنِيْ كَانَ مَعِيَ فِي الْجَنَّةِ يعنې چا چې زما سُنَّت ژوندے کړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغۀ به زما سره وي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! وګورئ! آيا داسې فضيلت پۀ غير مسلمو پسې پۀ تللو کښې شته؟ آيا د انګريزي ويښتو پۀ جوړولو به جنَّت ميلاؤيږي؟ نۀ ميلاؤيږي۔ پۀ ګيره خريلو به آيا جنَّت ميلاؤيږي؟ پۀ فيشن کولو به آيا قبر روښانه کيږي؟ نۀ کيږي۔ دا د سُنَّتو برکت دے، د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږو ښکلو اداګانو نقل کوئ! قبر به هم روښانه کيږي، پۀ حشر کښې به مو هم مزې وي، پۀ پل صراط باندې به هم پۀ سکون سره تيريدل او پۀ جنَّت کښې به د آقا ګاؤنډ هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! نصيب شي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا به مو هم ښه شي۔
اسے مانتی ہے دُنیا، اسے ڈھونڈتی ہے منزل رہِ عشقِ مصطفےٰ پہ جو غُلام چل رہا ہے
پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو پۀ برکت يـې بخښنه وشوه
اِمامِ ذهبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: علّامه هِبَةُ الله طَبَري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې وفات شو نو حضرت علي بن حسين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي پۀ خوب کښې وليدو۔ پوښتنه يـې ترينه وکړه: الله پاک ستاسو سره څۀ معامله وفرمائيله؟ جواب يـې ورکړو: الله پاک زۀ وبخښلم۔ عرض يـې وکړو: پۀ څۀ وجه؟ اوئې فرمائيل: د سُنَّت پۀ وجه۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو برکت دے خو افسوس چې مونږ ته د سُنَّتو