Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

دجَّال چرته دے؟ کله به راووځي؟

مسلم شريف کوم چې د حديثِ پاک ډير مشهور او معتبر (Authentic book) کتاب دے، پۀ دې کښې روايت دے، زۀ دا روايت د تشريح او وضاحت سره بيانووم۔

راوي وائي: يوه ورځ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِعلان وکړو (چې د نـمونځ پۀ وخت دې ټول جومات ته راجمع شي، نو ټول راجمع شول)۔ نـمونځ ادا کړے شو۔ د نـمونځ نه پس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ منبر باندې تشريف فرما شو، هٰغه وخت يـې پۀ مخ مبارک باندې مُسکا وه۔ اوئې فرمائيل: ټول پۀ خپلو خپلو ځايونو باندې کښينئ۔ نور يـې وفرمائيل: تاسو ته معلومه ده چې تاسو ما د څۀ د پاره راجمع کړئ؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: اللہُ وَرسولُہٗ اَعْلَم یعنې الله پاک او د هغۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ښه معلومه ده۔ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بے شکه ما تاسو د څۀ خبرې د رغبت درکولو يا د څۀ څيز نه د ويرولو د پاره نۀ يـئ راجمع کړي (بلکې يوه واقعه رامخې ته شوې ده، د هٰغه واقعې بيانولو د پاره مې راجمع کړي يئ، هٰغه واقعه څۀ ده؟ اوئې فرمائيل:) تَمِيم دارِي مخکښې غير مسلمه وو، هغه راغلو او زما پۀ لاس باندې يـې بيعت وکړو او اِسلام يـې قبول کړو۔ هغۀ ما ته خپله واقعه بيان کړه، هٰغه واقعه څۀ ده؟ هٰغه خبرې کومې چې زۀ تاسو ته کووم۔

بيا چې د حضرت تَمِيم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره څۀ وشو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه واقعه پۀ منبر باندې کيناستو او بيان يـې کړه، حضرت تَمِيم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وائي: مونږ 30 کسان وو، پۀ سمندري سفر باندې روان شو۔ دغه وخت سختې چپې راغلې کومو چې زمونږه سمندري جاز د خپلې لارې نه بے لارې کړو۔ يوه مياشت هم داسې پۀ سمندر کښې ګرځيدو۔ يوه ورځ ماښام وو، مونږه يوه جزيره (island) وليدله۔ هلته مونږ يو چارپايه (د څلورو ښپو والا ځناور) وليدو۔ د هغۀ پۀ وجود باندې تش ويښته وو، دومره