Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

سورۀ کهف لولئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دجَّال د فتنې نه د بچ کيدو يوه طريقه دا هم ده چې مونږه د سورۀ کهف تلاوت کوو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د سورۀ کهف وړومبي 10 آيتونه ياد کړي د دجَّال نه به محفوظ وي([1]) او پۀ يو روايت کښې دي، څوک چې د سورۀ کهف اخري 10 آيتونه ياد کړي د دجَّال نه به محفوظ وي۔([2])

ځکه کوشش وکړئ چې د سُورۀ کهف وړومبي 10 او اخري 10 آيتونه ياد کړئ! بيا وخت پۀ وخت دا لولئ هم! خپلو بچو ته يـې هم ياد کړئ او بچو ته هم دا نصيحت وکړئ چې هغوئي يـې هم خپلو نسلونو ته ياد کړي۔ دا خو معلومه نۀ ده چې دجَّال به کله راووځي، ځکه چې خپلو نسلونو ته دا خبره ورسوئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مونږه او زمونږ نسلونه به د هٰغه بد بخته د فتنې نه محفوظ شي۔

د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د محبت برکت

حضرت خُذيفه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څوک چې د فتنو د عِلم سپيشلسټ وو۔ هغوئي فرمائي: د دې اُمت وړومبۍ فتنه د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهادت دے (چې هغوئي پۀ ظلم سره شهيد کړے شو) او اخري فتنه دجَّال ده۔ فرمائي: پۀ خُدائے مې دې قَسم وي! څوک چې د ذرې برابر هم پۀ خپل زړۀ کښې د عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قتل ښه ګڼي، که هغۀ دجَّال بياموندو نو د هغۀ پۀ فتنه کښې به اخته شي (يعنې د هغه تابعدار به جوړ شي)، که دجَّال يـې اونه موندلو نو پۀ قبر کښې به وي  او پۀ دجَّال باندې به ايمان راوړي۔ ([3])

اَلْاَمَان وَالْحَفِیْظ...!! د دې نه اندازه ولګوئ چې د مسلمانانو د دريم خليفه حضرت


 

 



[1]...مسلم، کتاب صلاۃ المسافرین و قصرھا، باب فضل سورۃ الکہف...الخ، صفحہ:291، حدیث:809۔

[2]...معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:397، حدیث:1455۔

[3]...  المجالسۃ و جواہر العلم، جلد:1، صفحہ:154، حدیث:286۔