Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga
شِرکِ خَفِی (يعنې رِيا کول، د دجَّال د فتنې نه زياته خطرناکه ده)۔ ([1])
هر هٰغه کار (کوم چې شرعي طور صحيح وي او) د الله پاک د رضا د پاره وکړے شي، هغې ته عبادت وئيلے شي۔ که يو بنده دغه نيک کار د الله پاک د رضا نه علاوه پۀ بله څۀ اراده وکړي نو دا ريا ده۔ ([2]) مثلاً نـمونځ کول عبادت دے، که څوک نـمونځ کوي خو د الله پاک د رضا د پاره يـې نۀ کوي، خلقو ته د ښودلو د پاره يـې کوي نو داسې کَس ته به رياکار وئيلے کيږي۔
الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ مونږ ته د ريا نه هم ځان بچ کول پکار دي۔ خلقو ته د ځان ښودلو د پاره چې يو عمل هم نۀ کوو۔ پۀ نيکو پسې نيکۍ کوو* نـمونځونه کوو * سجدې کوو * پۀ ذِکر او درود باندې خپله ژبه لمده ساتو، داسې وي چې ټول ژوند مو هم پۀ نيکو کښې تير شي خو دا ټولې نيکۍ صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره وکړو، د خپل رَبّ د راضي کولو د پاره يـې وکړو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوْا عَلَي الْحَبِيب! صَلَّي اللّٰه عَلٰي مُحَمَّد
د 12 ديني کارونو نه يو ديني کار: قافله
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د آخرت د فکر حاصلولو، نېکو نه ډک ژوند تېرولو د پاره دعوتِ اسلامي سره وابسته شئ، په 12 ديني کارونو کښې عملي طور باندې شرکت وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د دنيا او آخرت ډېر برکتونه به مو په برخه شي، د 12 ديني کارونو