Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

هم پته نشته۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به څنګه ګرځيدو؟ کيناستو به څنګه؟ د خوراک مبارک انداز يـې څنګه وو؟ د ارام کولو انداز يـې څۀ وو؟ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلې ښکلې اداګانې څۀ وې؟ د دې معلومات هم راسره نۀ وي۔ آؤ! نوے فيشن کوم يو دے، دا راته معلوم وي؟ نن سبا پۀ مارکيټ کښې د موبائل نوے ماډل کوم يو دے؟ د موټر نوے ماډل کوم يو دے؟ د پيزارونو، جامو وغيره کوم يو ټرينډ چليږي؟ دا ټول معلومات راسره وي خو افسوس چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو معلومات راسره ډير کم وي۔

زده کول پکار دي کنه۔۔۔؟ چې زده يـې کړو نو اختيار به يـې کړو۔ نو بيا ولې نۀ چې مونږ پۀ قافلو کښې سفر شروع کړو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي والا د عاشقانِ رسول چې کومې قافلې سفر کوي، پۀ هغې کښې فرض علوم هم ښودلے شي، نـمونځ هم ښودلے کيږي، د اودس غسل احکام هم ښودلے کيږي، سُنَّت هم ښودلے کيږي او پۀ دې باندې د عمل کولو جذبه هم نصيب کيږي۔ ځکه پۀ قافلو کښې د سفر عادت جوړ کړئ! هره مياشت صرف د دريو ورځو پۀ قافله کښې د سفر معمول جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دغه شان د بهارِ شريعت حصه 16 او د اميرِ اهلِسُنَّت رساله 550 سُنتيں و آداب ولولئ! د دې نه به مو هم ډير سُنَّت زده کول نصيب شي.

د دعوتِ اسلامي زير اهتمام کېدونکي شارټ کورسونه لکه * د 7 ورځو فيضانِ نماز [نمونځ] کورس* د 7 ورځو 12 ديني کارونو کورس* د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس وغيره وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! په علمِ دين کښې به مو اضافه وشي.

تِری سنَّتوں پہ چل کر مری روح جب نکل کر              چلے تُو گلے لگانا مَدنی مدینے والے

تِرے نام پر ہو قرباں مِری جان،جانِ جاناں      ہو نصیب سَر کٹانا مَدنی مدینے والے([1])


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:428 بتقدم وتاخر۔