Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د قبر و آخرت مُعَامَله څومره نازكه ده ، داسې اوچتې مرتبے والا اوليائے كرام چې د هغوئي شپے به هُم په عبادتونو كښې تيريدلې او د ورځې به ئې روژے نَيولې ، ډير زيات تلاوت به ئې کولو ، ډير ډير ذِكْرُ الله به ئې کولو او ډير ډير دُرود شريف به ئې لوستلو ، يو يو ساعت به ئې په نيكو كولو كښې تيريدلو ، د فرائضو ، واجباتو او سُنتو سره سره به ئې په مُستحَبَّاتو هم ثابت قدمئ سره عمل كولو ، د ګناهونو ، حرامو كارونو نه به ډير لرې اوسيدل تر دې چې د مُباحاتو (يعنې هغه كارونو نه چې د هغې په كولو كښې نه ثواب شته او نه ګناه د هغې) نه به ئې هم ځان لرې ساتلو ، هغوئي داسې عبادت ګزار او اِطاعت ګزار وو چې د هغوئي په ليدلو به بنده ته ربّ ورياديدلو ، د هغوئي د خبرو اوريدو سره به بيشميره ګنهګاران د بدو نه توبه ګار كيدل او نيك به جوړيدل او د وِلايت اوچتې درجے ته به رسيدل ، هغه كامل اوليائے كرامو به چې كله د الله پاك بے نيازئ ته اوکتل او د قبر و آخرت په مُعاملاتو باندې به ئې غور اوکړو ، د الله پاك د پټ تدبير تَصَوُّر به ئې اوکړو نو د الله د ويرې به داسې په لړزان شو لکه مهے چې د اوبو نه بهر را اُووِيستلے شي. او هائے افسوس! يو مونږه يُو چې شپې او ورځې مو په ګناهونو كښې تيريږي ، هر وخت په غفلت کښې پراته يُو ، شپه او ورځ مو په مخه جنازے تيريږي خو عبرت نه حاصلوو ، افسوس! چې د قبر و آخرت د مُعامَلاتو نه څومره ويريدل پکار دي مونږ په زړونو کښې هغسې ويره نه لرو ، ډير زيات افسوس دے! چې