Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

چې زه په كومه ډله كښې ووم ، هائے افسوس! كه زما شمير هم نقصان پاتې کيدونكو كښې شوے وي نو زما به څه كيږي...؟

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت شيخُ الاسلام ، بَـهاؤُ الدين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ولئ كامِل وو او د هغوئي نمسے شاه رُكنِ عالَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  هم پيدائشي ولي وو ، الله پاك شاه رُكنِ عالَم ته د قطبِيَّتِ عُظمٰى درجه وركړي وه ، چې كله هغوئي د خپل دادا جان حضرت بَـهاؤُ الدين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه په خوفِ خدا كښې ډوب دا كلمات واوريدل نو په ډير ادب ئې عرض اوكړو : دادا جانه! تاسو تسلي لرئ! ستاسو مبارك روح د مُخْلِصِينو نه وو ، تاسو د هغه ډلې نه ئې كومې ډلې چې د الله پاك په حُضور كښې سجده كړي وه ، زما روح هم هغه وخت هلته وو ، ما ته ښه ياد دي چې هغه ورځ ستاسو رُوح د اَغْواثو (يعني غوثانو) په صَف كښې وو او زه د اَقْطابُو (يعني قُطبانو) په صَف كښې ووم ، ما ليدلي وو چې ستاسو رُوح د اغْواثو په صَف كښې ولاړ وو او د الله پاك حَمْد و ثَناء ئې كوله. د خوږ نمسي دا خبره ئې چې واوريدله نو حضرت بَـهاؤُ الدين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته څه تَسَلِّـي اوشوه او هغوئي په ډيره عاجزئ سره د الله پاك په حُضُور كښې سجدۀ شُكر ادا كړه ، بيا ئې بَهر تشريف راوړو او مريدانو سره ئې ملاقات اوكړو. ([1])

خدا نے فیض ہے بخشا ، بہاءُ الدِّیْن ملتاں کا   مِلا ہے دامنِ والا بہاءُ الدِّیْن ملتاں کا

ملے گا حشر میں سایہ بہاءُ الدِّین ملتاں کا       کہ میں ہوں  چاہنے والا ، بہاءُ الدِّیْن ملتاں کا


 

 



[1]...فیضان بہاء الدین زکریا ملتانی ، صفحہ : 44-45بتغیر قلیل۔