Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
عبادت او اطاعت په كار رانغلو او د هغه نه اِيمان واخستلے شو او يو زه يم ، معلومه نه ده چې زما سره به څه مُعامَله كيږي.
کاشکے نہ دُنیا میں پیدا مَیں ہوا ہوتا قبر وحَشْر کا سب غم ختم ہو گیا ہوتا
آہ! سلبِ ایماں کا خوف کھائے جاتا ہے کاشکے مری ماں نے ہی مجھ کو نہ جنا ہوتا([1])
کاش چې زه دُنيا کښې نه وے پيدا شوے د قبر و حشر غم به ، ټول وے ختم شوے
آه! اُوخوړم د بدې خاتِمے ويرے کاش چي زه د موره ، نه وے پيدا شوے
حضرت شيخُ الاسلام ، بَـهاؤُ الدين زكريا مُلتاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل : بچيه! د مِيثاق په ورځ (يعنې) عالَمِ ارواح كښې چې كله الله پاك ټول روحونه جمع كړل ، نو ارشاد ئې اوفرمائیلو : اَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ آيا زه ستاسو ربّ نه يم؟ روحونو اقرار اوكړو : بَلٰـى! یعنی ولې نه ، ، ته زمونږه ربّ ئې. بيا ټولو روحونو ته حكم اوشو : زه ستاسو ربّ يم ما ته سجده اوكړئ. په دې حكم ډير روحونه په سجده پريوتل او څه ولاړ پاتې شو ، الله پاك بيا د سجدے حكم اوكړو ، په دې ځل نور ډير روحونه د سجده كوونكو سره شامل شو او الله پاك ته ئې سجده اوكړه ، دې دواړو ډلو ته مُخْلِصِين اووئيل شو ، كومو چې په اوَّل حكم سجده كړي وه هغه مَسْعُود (يعنې سعادت مند) شو او كومو چې په دويم حكم سجده كړي وه هغه مَحْمُود (يعنې د صِفَت قابل) شو خو كومو چې د الله پاك حكم اونه منلو او دواړه ځله ئې سجده اونكړه هغوئي په دُنيا او آخرت كښې په نقصان كښې پاتې شو. دا ئې چې اُووئيل نو حضرت شيخُ الاسلام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا په ژړا شو او اوئې وئيل : بچيه! ما ته معلومه نه ده