Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

به په تنګ او د تِيارو نه ډك قبر كښې غمونه غمونه وي.

     شيخِ طريقت ، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د عبرت نه ډك نور مدني ګلونه وركوي فرمائي : ياد ساتئ! هر هٰغه څيز چې هغې سره انسان صرف دُنيوي مَحبَّت لري ، د مرګ نه پس [انسان] د هغې په ياد كښې بے قراره وي او دا غم د مړي د پاره ناقابِلِ برداشت وي ، دې خبره باندې ځان داسې پوهه كړئ چې كه د چا د ګُل په شان يو ځوئ وي او هغه ورك شي نو هغه څومره پريشانه وي او كه ورسره ورسره د هغه كاروبار وغيره هُم تباه شي نو د هغه د غم به څه حال وي! او كه هغه افسر هُم وي او په مُصِيبت د پاسه مُصيبت دا چې د هغه نه هغه عُهده هُم لاړه شي نو په هغه باندې به چې د غمونو كوم غر پروت وي نو په هغې باندې به صرف هغه پخپله پوهيږي ، لِـهذا هغه ته [يعني مړي ته] به د مور و پلار ، بال بچو ، خويندو ورونړو او دوستانو د جُدائي ، دغسې د ګاډي ، مكان ، دُكان ، فيكټرئ ، ښكلي پالنګ ، فرنيچر ، د خوراك څښاك د څيزونو د ذخيرے ، د ټول عُمر د محنت د ګټې ، د عُهدے وغيره د هر هٰغه څيز د جُدائي غم وي څه سره چې هغه صرف د دُنيا د پاره مَحبَّت کولو. او څوك چې څومره زيات د نفس د خوندونو د پاره په راحتونو كښې ژوند تيروي د مرګ نه پس به ئې د هغه سهولتونو د پاتې كيدو غم هغه همره زيات وي. چا سره چې مال و دولت كم وي هغه ته به د هغې د پاتې كيدو غم هُم كم وي او چا سره چې زيات وي هغه ته به د هغې د پاتې كيدو غم هُم زيات وي. ياد ساتئ! دا كم يا زيات غم به صرف په دې صورت كښې وي چې هغه د هغه مال و دولت سره دُنيوي