Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
آفتونه او مصيبتونه وي ، چنانچه
امام جلالُ الدين سُيُوطِي شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د حضرت عُبَيد بِن عُمَير رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې : قبر مړي ته وائي : كه ته په خپل ژوند كښې د الله پاك فرمانبردار وے نو نن به زه په تا رحمت اوكړم او كه ته په خپل ژوند كښې د الله پاك نافرمانه وے نو زه ستا د پاره عذاب يم ، زه هغه كور يم چې څوك ما ته نيك او اِطاعت ګزار راداخل شي هغه به زما نه خوشحاله اُوځي او څوک چې نافرمانه او ګنهګار وي ، هغه به زما نه تباه حاله اوځي. ([1])
د حضرت عطاء بِن يسار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے : چې كله مړے په قبر كښې كيښودے شي نو د ټولو نه مخكښې د هغه عمل راشي او د هغه كينړ طرف ته ورون اُوخوزَوِي ، وائي : زه ستا عمل يم ، مړے تپوس كوي : زما بال بچي چرته دي؟ زما نعمتونه او مالونه چرته دي؟ عمل وائي : دا ټول ستا نه شا ته پاتې شوي دي او زما نه سِوا ستا قبر ته هيڅ څوک نه دي راغلي. ([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! د قبر سخته تِياره ، تنهائي ، پريشاني او غمونه ، د قبر رَټَل ، د دې سره به د قبر امتحان شروع شي. دوه خوفناك شكلونو والا فرښتے مُنْكَر نَكِيْر به د قبر ديوالونه اوشلئ او را به شي ، اوګږده اوګږده تور