Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

محبت كړے وي.  ([1]) 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       اے عاشقانِ رسول! يو طرف ته به دا خوفناک غمونه وي ، بل طرف ته به په قبر كښې سخته تِياره وي او يواځي به يُو ، په سخته ويره کښې به اخته يُو ، او د دې سره سره به مو قَبْر رَټل هُم شروع کړي ،

      د حضرت عبدُالله بِن عُبَيد رَضِیَ الله عَنْه   نه روايت دے ، نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : چې كله د مړي سره راتلونكي خلق بيرته ځي نو مړے كښيني او د هغوئي د قدمونو آواز اوري او د قَبْر نه مخكښې هغه سره بل څوک خبرې نه كوي ، قبر وائي : اے انسانه! آيا تا زما حالات نه وو اوريدلي؟ آيا ته چا زما د تنګئ ، بدبو ، هولناكئ ، او چينجو نه نه وې ويرولے؟ او كه داسې وو [يعني ته خبر وے] نو بيا تا څه تياري كړي وه؟ ([2])

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لږ تَصَوُّر خو اوكړئ چې كله مونږ په قَبْر كښې يواځې پاتې شو ، په سخته ويره کښې اخته يُو ، نه به چرته تلے شو ، نه به چا ته غږ کولے شو او نه به تښتيدلے شو ، نو هغه وخت چې د  قَبْر دا خوفناک آواز واورو نو څه به راباندې تيريږي؟

     په قبر كښې به د لمُونځ ګزارو او په سُنَّتو باندې عمل كوونكو د پاره راحتونه وي او د بيلمانځه او غير شرعي فيشن كوونكو د پاره به


 

 



[1]...مردے کے صدمے ، صفحہ : 5-6۔

[2]...شرحُ الصُّدور ،  صفحہ : 86۔