Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

ويښته به ئې د سر نه ښپو پورې ځانګي ، سترګې به ئې اور وَرَوِي امتحان به شروع شي ، په مينه نه بلكه په سختئ سره به [مړے] راپاڅوي او په ډير سخت انداز كښې به ترينه تپوسونه كوي : وړومبے سوال به وي (1) مَنْ رَّبُّکَ؟ يعنې ستا ربّ څوك دے؟ بيا به ترينه تپوس اوكړي (2) مَادِیْنُکَ ؟ يعنې ستا دِين څه دے؟ بيا به د يو ډير زيات ښکلي شکل مبارک والا هستي ښكاره کړے شي چې په هغوئي باندې هر عاشق قبربانيدلو د پاره بے قراره دے ، د هغه ښكلې هستئ په باره كښې به ترينه تپوس اوكړے شي :  مَا کُنْتَ تَقُولُ فِیْ  هٰذَا الرَّجُل؟ يعنې د دې هستئ په باره كښې به تا څه وئىل؟([1])

    لمُونځ ګزارو ، د رمَضَان روژې نيولو والؤ ، حج ادا كوونكو ، د خپل مال نه پورا زكاة ويستلو والؤ ، د فلمونو ډرامو نه ځان ساتلو والؤ ، وعده خلافئ ، بد اخلاقئ ، بدنظرئ ، دروغ ، غِيبَت ، چُغلـئ او بے پردګئ نه ځان ساتلو والؤ ، د نيكئ دعوت عام كوونكو ، د مور و پلار فرمانبردارو ، خپلوانو سره حُسنِ سلوك كوونكو ، د سُنتو د تربيت د پاره په مدني قافلو كښې سفر كوونكو او هره ورځ د خپلو اعمالو محاسبه كولو د پاره رساله “ نيك اعمال “ كښې خانے ډكولو والؤ ته دِ مبارك شي چې د الله پاك فرمانبرداره مومِن به چې كله د سلامت ايمانه سره قبر ته كوز كړے شي نو په هغه به د الله پاك او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كرم وي ، اِنْ شَآءَ اللّٰہ! هغه به په آسانئ جوابونه وركړي او اُو به وائي : رَبِّیَ اللّٰہ يعنې زما ربّ الله دے. دِیْنِیَ


 

 



[1]...بہار شریعت ، جلد : 1 ، صفحہ : 106-107 ، حصہ : 1۔