Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

اُورسي او په غفلت کښې د دُنيا نه لاړ شُو ،

     بهرحال د چا چې ايمان برباد شي نو د قَبْر د آخري تپوس كولو نه پس به هغه ته د جنَّت كړكئ بيرته شي او فوراً به بنده شي بيا به ورته د دوزخ كړكئ بيرته شي او ورته به اووئيل شي : كه تا صحيح جوابونه وركړي وے نو ستا د پاره به د جنَّت كړكئ وے. چي دا واوري نوه هغه به ډير سخت پريشانه شي ، ([1]) د دوزخ له طرفه دروازے نه به هغه ته ګرمي او تپ را رسي ، د اور لباس به ور واغوستے شي ، او د اور بستره به ورته خوره كړے شي ، او د عذاب دوه فرښتے به پرې مقررې كړے شي ، چې هغه به ړندے او كنړے وي ، هغوئي سره به د اوسپنې ګُرزونه (يعنې څټكي وغيره) وي چې كه په هغې غر اووهلے شي نو ريزه ريزه به شي ، په هغه ګُرز به هغه وهي. او ماران او لړمانان به ورته عذاب ورکوي او ورسره ورسره به د هغه بد اعمال هغه ته د سپي او شرمخ په شكل كښې تكليف ورکوي. ([2])

ڈَنک مچھر کا سہا جاتا نہیں ، کیسے میں پھر         قبر میں  بچّھو کے ڈنک  آہ سہوں گا یا ربّ

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! که مونږه غور اوكړو نو د آخرت سفر څومره ګران دے ، قبر د آخرت د منزلونو نه وړمبے منزل دے ، چې دا دومره ګران دے نو د دې نه اخوا منزلونه به بيا څومره ګران وي. افسوس! دا سختې كندې ، د خطرو نه ډكې لارې او مونږ ناپوهه په ګناهونو كښې ډوب يو ، د غفلت څادر مو اغوستے دے او مسلسل اُوده پراته يُو.... هائے


 

 



[1]...قبر کا امتحان ، صفحہ : 12-13ملطقطًا۔

[2]...بہار شریعت ، جلد : 1 ، صفحہ : 110-111 ، حصہ : 1بتغیر قلیل۔