Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
ميل په فاصله وي ، نن لمَر د څلور زره كاله په فاصله لرې دے او زمونږ طرف ته ئې شا ده ، بيا هم چې كله لمَر د سر د پاسه راشي نو د كوره وتل مشکل شي ، په هغه ورځ به لمَر د يو ميل په فاصله وي او د لمَر مخ به زمونږ طرف ته وي ، نن د خاورې زمكه ده خو په ګرمئ كښې په زمكه ښپې نه شو ايښودے ، هغه ورځ به زمكه د تانبے وي ، لمَر به دومره نِزدے وي چې د هغې د ګرمئ او تپ حال د بيانولو نه بهر دے؟ هائے هائے! دماغونه به خوټكيږي ، ډيره زياته خوله به بهيږي چې اويا ګزه به په زمكه كښې جذب شي ، بيا چې كومه خوله زمكه نه شي جذب كولے هغه به بره را اوخيژى ، د چا به د ښپو د ګِيټو [پړكو] پورې وي ، د چا به د زنګونانو پورې وي ، د چا به ملا پورې وي ، د چا به سينے پورې وي ، د چا به د مرئ پورې وي او د كافر به د خُلې پورې را اُوخيژي ، په هغې كښې به غوپې وهي ، بيا په هغه ګرمئ كښې به چې د تندې كوم حالت وي اَلاَمَان وَ الْحَفِيْظ! ژبه به د ازغي په شان اوچه شي ، د بعضو خلقو ژبې به د خُلې نه بهر را اوځي ، زړونه به ئې په خوټكيدلو مرئ ته را اُوخيژي ، هر يو به د خپلو ګناهونو مطابق په تكليف كښې اخته وي. ([1]) دا د حساب ورځ ده ، دا د عدل و انصاف ورځ ده ، آه! د ټول ژوند نامۀ اعمال به په لاسونو كښې وركړے شي ، د نيكو او ګناهونو وزن به اوكړے شي ، بيا به په هغه پُل چې د ويښته نه نرے او د تُورې نه تيره دے او د جَهَنَّم په شا ايښودے شوے دے ، چې پُل صِراط ورته وائي ، په هغې به تيريدل وي ، نيك خلق به د بجلئ په شان تيز تير شي خو ګنهګاران ،