Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

د دوزخ حقداران به په خوئيدلو او لويدلو او پاڅيدلو روان وي او دوزخ ته به غورزيږي.([1]) معلومه نه په هغه ورځ به زمونږه څه حال وي؟ آيا مونږ به د دوزخيانو په صف كښې يُو يا که جنتيانو سره به ولاړ يُو؟ معلومه نه ده چې په سلامتيا سره به په پُل تير شو او که نه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے د جنَّت طلبګارو! قَسم په خدائے! د قيامت ورځ ډيره سخته ورځ ده ، لوئ لوئ اوليائے كرام عَلَيْهِمُ الرَّحمه به د دې ورځې د سختئ او د الله پاك د بےنيازئ په وجه د ويرې نه رپيدل او ژړاګانې به ئې کولې.

     حضرت خواجه فريدُ الدين مسعود ګنج شكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاكپتن شريف والا ، چې د هغوئى په دربار کښې لګيدلي يوے دروازے ته جَنَّتي دروازه وائي ، د بُزُرګانو دُعا ده چې څوك په دې دروازه تير شي الله پاك به هغه ته د نيكو اعمالو توفيق وركوي او په خپل كرم سره به ئې جنَّت ته داخل كړي ، راځئ! چې د خواجه فريدُ الدين ګنج شكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خُله د خوفِ خُدا يو ژړوونكے بيان واورو او عبرت حاصل كړو ، چنانچه

يوه ورځ خواجه فريدُ الدين مسعود ګنج شكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوفِ خُدا په موضوع بيان كولو اوئې فرمائيل : يو بُزرګ د څلويښتو كالو نه د الله د ويرې نه ژړل ، چې كله به ورته مرګ ورياد شو نو د ونې د پانړو په شان به رپيدلو او بيا بيا به بے هوشه كيدلو او راغورزيدلو به ، چې كله به په هوش كښې راغلو نو دا آيت به ئې لوستلو :


 

 



[1]...بہار شریعت ، جلد : 1 ، صفحہ : 147 ، حصہ : 1بتغیر قلیل۔